
قرآن کریم له دښمن سره د جنګ په زمینې کې درې شرطونه بیان کړي او فرمائيلي ئې دي؛ َ قاتِلُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ الَّذِینَ یقاتِلُونَکمْ وَ لا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا یحِبُّ الْمُعْتَدِینَ» (بقره: 190).؛ لومړی دا چې جنګ پکار ده د خداي تعالی لپاره او د هغه په لاره کې وي.دوهم، دتیریګرو په مقابل کې وي او ترڅو چې جنګ ورباندې ونه تپل شي، وسلې ته لاس وانه چوئ. دریم دجنګ په ډګر کې له حده تیري ونه کړئ او اخلاقي اصولو ته پابنده ووسئ، پر دې اساس د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا په تپلي جنګ کې د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع یو قرآني ااو شرعي اقدام دی.
په ورپسې څلورو آیتونو کې هم د ځواب وئيلو د څرنګوالي په باب فرمائيل شوي دي؛ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ» (بقره: 194). اسلام هرچا ته حق ورکوي چې که ورباندې تیری وشی،ن و په هماغه اندازه ورسره مقابله وکړي. د مثال په توګه،که دښمن د یوه بل هیواد له خاورې پر یوه مسلمان هیواد تیری ورکړي،نو د تیریګر د ګټو په ضد په هماغه بڼه کې د ځواب حق موجود دی؛ د مثال لپاره ؛ که د ایران د تیلو او ګیسو چاڼځایونه بمباري کړي، نو ایران په رټونکي شکل سره او د مخه نیونکي په توګه د دښمن د ګټو په تامینونکو هیوادونو کې د دوي ګټې او پانګونې په روا ډول ټارګټ کولی شي.
وقتي تیري مذموم دي ، او پکار ده هیڅوک د یوه هیواد له ټاټوبی په بل مسلمان هیواد د تیریو لپاره دښمن ته د استفادې اجازت ورنکړي او که یوه ټولنه چې غواړي ، د ظلم او تیریو پيټی یو نشي، او د ذلالت ژوند تیر نه کړي،، نورو تیریګرو په وړاندې له ځانه ددفاع اقدام وکړي، نو دغه عمل به دلوي فضیلیت په معنا وي، ځکه چ ې دتیریګرو په وړاندې تسلیمیدا له حیات سره د برابر مقاومت او له مرګ سره مساوي دی.
https://iqna.ir/en/news/3496827